ننګرهار کې له ۵۷۲ مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۰ - ۱۵:۰
ننګرهار کې له ۵۷۲ مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

۱۰ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۶ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ  کې د«AHF» مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د کلیو بیارغونې مؤسسې «RRAA» په تخنیکي همکارۍ، د دې ولسوالۍ د ترویج مدیریت سره  په همغږۍ  ۵۷۲ تنو  ځایي اړمنو د څارويو لرونکو مالدارانو سره د متراکمه حيواني خوراکي او د چينجو ضد درمل مرسته وشوه.
دغه مرسته کې  هر څاروی لرونکي مالدار ته ۲۰۰ کيلو ګرامه بوس، ۱۰۰ کيلو ګرامه متراکمه حیواني خوراکه  او ۲ ليټره د چينجو ضد درمل ورکړل شوی دی.
وړاندې تردې هم د همدغې مؤسسي له لورې ورته شمېر کروندګرو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه،  کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ورکړل شوي ول.
همدارنګه ذکر شوو بزګرانو ته د جوارو د کتاري او مالدارۍ اړوند روزنیز ټرینینګونه هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت