ننګرهار کې لسګونو شاتو مچیو روزونکو ته روزنه ورکړل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۰:۳۱
ننګرهار کې لسګونو شاتو مچیو روزونکو ته روزنه ورکړل شوه

۵ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره د هالینډ کمیتې په تخنیکي همکارۍ او اروپایي ټولنې په مالې لګښت د کامي ولسوالۍ ۵۰ تنو شاتو مچیو روزونکو ته روزنه ورکړل شوه.
ددې پروګرام په پیل غونډه کې، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د شاتو مچیو روزونکوته د شاتو مچیو ساتنې او پالنې په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلی محسن وویل: «د شاتو په تولید، پالنې او روزنه کې کوښښ وکړئ، ترڅو د خپلې کورنۍ د حلالې نفقي ترڅنګ نورو ته هم د کار زمېنه برابره کړئ. پلان لرو په راتلونکي کې د شاتو مچیو صنعت ته پراختیا ورکړو او خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړو.»
ددې پروګرام په ترڅ کې دغه راز د مسؤلینو له لورې د شاتو مچیو روزونکو ته د شاتو تولید،  روزنې، خوراکې ورکولو، انتقال، شاتو اخېستلو، تکثیر او نورو ګڼو برخو کې روزنه ورکړل شوه.
باید وویل شي، چې ددې پروګرام ګډونوالو ته د هالینډ کمیټې له لورې د شاتو مچیو صندوقونه، خوراکه، شاتو مچۍ او نور اړونده وسایل هم ورکړل شوې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت