ننګرهار کې سلګونو مېرمنو ته د شېدو غواګانې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۱:۱۶
ننګرهار کې سلګونو مېرمنو ته د شېدو غواګانې ووېشل شوې

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د نه انلوس مؤسسې له لورې د ننګرهار په څلورو  ولسوالیو کې سلګونو  کونډو او بې وزله مېرمنو ته د شېدو غواګانې ورکړل شوې.
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د نه انلوس مؤسسې له لورې په دره نور، بهسود، کامه او سره رود ولسوالیو کې ۱۷۸ مېرمنو ته د شېدو غواګانې د کورني اقتصاد پیاوړتیا، لبنې محصولاتو زیاتوالي او مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا په موخه ووېشل شوې.
ښاغلي محسن وویل، چې په راتلوونکي کې یادو مېرمنو ته د څارویو تغذیي او پیاوړتیا لپاره حیواني خوراکه او روزنې هم ورکول کېږي.
د دره نور ولسوالۍ مرستیال مولوی بصیراحمد سهیل وویل، چې دره نور ولسوالۍ د مالدارۍ لپاره مساعدې سیمې لري او په دې برخه کې  دننګرهار د کرنې ریاست څخه دلا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
همدارنګه د څارویو روغتیا او مالدارۍ امر داکتر محمد ضمیر بهسودي او د نه انلوس مؤسسي کارکوونکي ډاکتر اسلام الدین عمادي د مالدارۍ پر ارزښت، ساتنې او حیواني خوراکې تفصیلی معلومات مالدارانو ته وړاندې کړل.
د ننګرهار د کرنې ریاست هڅه کوي په کلیوالي سیمو کې د خلکو اقتصادی پیاوړتیا په موخه ګتورې پروژې پلي کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت