ننګرهار کې سلګونو مالدارانو سره د څارویو دخوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۱:۵۰
ننګرهار کې سلګونو مالدارانو سره د څارویو دخوراکي توکو مرسته وشوه

١۶ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
٢۶ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
 دننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ په بېړنیو حالاتو کې د وچکالۍ پر وړاندې د همکارۍ تر نامه لاندې ۳۰۰ مالدارانو ته د څارویو متراکمه خوراکه (کنجاړه)  ووېشل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې دننګرهار په دوربابا، نازیان، اچین او روداتو ولسوالیو کې پر  ۳۰۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي، چې په ترڅ کې یې هر مالدار ته ۱۰۰  کیلو متراکمه حیواني خوراکه ورکړل شوې ده.
ښاغلي محمد وویل، چې د یادې مؤسسې له لورې مالدارانو ته دحیواني خوراکي ارزښت، روزنې،  ناروغیو، مالدارۍ اهمیت او د خوراکې استعمال په برخه کې عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوې ده. 
وړاندې تردې هم د هالینډ کمېټه د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د حیواني خوراکي ترڅنګ، واکسینونو، چنجیو ضد درملو، لبنیاتو پروسس، وسایلو او نورو ګڼو برخو کې د مالدارانو لاس نیوی کړی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت