ننګرهار کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ توکو مرسته وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۲۶
ننګرهار کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ توکو مرسته وشوه

۲۹ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو له نشه یي توکو سره دمبارزې دفتر په مالي لګښت ۱۵۱ بڼوالو سره دبڼوالۍ توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل د ډاکار مؤسسې له لورې په رودات، سره رود، خوږیاڼو او شیرزاد ولسوالیو کې ۱۵۱ بڼوالو ته ۹ قلمه د بڼوالۍ وسایل ورکړل شو.
ښاغلي محسن وویل هر بڼوال ته دوه تختي سولري، سمرسیبل، درمل شیندلو پمپ، بیلچه، پایپ پریکونکي (کټر)، پائیپ رینچ، پیچکش، پلاس او ګازډبه ورکړل شوي.
نوموړې وویل دوه ځلي وړاندې هم یادو بڼوالو ته د بڼوالۍ وسایل، کیمیاوی سرې او درمل هم ورکړل شوي وو.
دغه راز یادو بڼوالو ته ۴۲۵ جریبه ځمکه کې د ستروسو سوداګریز بڼونه کرل شوي او ددې لپاره د څاڅکو اوبخور سیستمونه هم لګول شوي.
ددې مرستې موخه د بڼوالو ملاتړ او په ټوله کې د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۴۹
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست؛ دره نور ولسوالی کې د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت څارویو غوجلو جوړولو چارې پیل شوې

۲۵ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۰۰ زره افغانیو پراختیایي بودیجي په لګښت د ننګرهارد  دره نور ولسوالۍ سروړ کلي کې ۱۰ تنو مالدارانو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د کرنې وزارت اداري رئیس او ورسره مل پلاوي  لغمان ولایت ته د مازادو جایدادونو د ارزونې په پارسفر وکړ

۲۵ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ وزارت اداري رییس قاري محمداکبر امیني په داسې حال کې، چې محمدهاشم دنظارت او ارزیابي مسؤل، وحیدالله د کرنیزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د هلمند خانشین کې د څارویو د خوندیتوب په پار د واکسینو کمپاین پیل شو

۲۵ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي همکارۍ ددې ولایت د خانشین ولسوالی پر. . .

بازگشت