ننګرهار کې سلګونو اړمنو کورنیو سره د مېږو مرسته ترسره شوه

qiam_amin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۴۵
ننګرهار کې سلګونو اړمنو کورنیو سره د مېږو مرسته ترسره شوه

۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس پراختیایي اداري په مالي لګښت دننګرهار سپین غر او اچین  ولسوالیو په بېلابېلو کلیو کې د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په موخه  ٢٣٩  اړمنو کورنیو سره ٤٧٨ سره مېږو مرسته ترسره شوه.

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې هرې کورنۍ ته دوه سره مېږې، ۵۰ کیلوګرامه د څارويو متراکمه خوراکه او د چینجیو ضد درمل ووېشل شول.

ښاغلي محسن زیاته کړه، چې د دې مرستو موخه د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، د خوړو خوندیتوب رامنځته کول، د کورني تولید ملاتړ او د معیشتي وضعیت ښه‌والی دی.

د ډنمارک د کډوالو ادارې د ختیځ زون اقتصادي پیاوړتیا برخې مسؤل انجینر عبدالمنیر رحمانزي وویل، چې پراختیایي او معیشتي پروژې د خلکو د ځان‌بسیاینې، اقتصادي ثبات او ټولنیز پرمختګ لپاره ځانګړی ارزښت لري او دوي هڅه کوي په راتلوونکي کې یاد پروګرامونو ته پراختیا ورکړي.

ښاغلي رحمانزي زیاته کړه، چې ددې سربېره په یادو ولسوالیو کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو ښه مدیریت په  برخو کې پروژي رواني دي، چې د سیمي سلګونو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوي ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۳
Background image

هېواد کې معیاري سړې خونې؛ د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او بازارموندنې مهمه اسانتیا

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو د مخنیوي، د حاصلاتو د ساتنې، د بازار د اړتیا له مخې د محصولاتو د عرضه کولو او د بزګرانو د عوایدو د لوړولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱
Background image

پکتیا کې د بدیل معیشت د پیاوړتیا په موخه ۴۸ بزګرانو ته د زعفرانو پیاز ووېشل شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت له لوري د زعفرانو د کښت د ترویج، د بزګرانو د عوایدو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱
Background image

د ننګرهار کرنې ریاست کې د عوایدو زیاتوالي په موخه غونډه ترسره شوه

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د عوایدو د زیاتوالي، د. . .

بازگشت