ننګرهار کې د کب روزنې صنعت په پراخېدو ده

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۹:۱۶
ننګرهار کې د کب روزنې صنعت په پراخېدو ده

ننګرهار کې د کبانو فارمونو په بې سارې توګه وده کړې او په دې وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې سلګونه بابه لوی او کوچني فارمونه جوړ شوي دي.
د ننګرهار کانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وایي، چې یوازې دد ریاست اړوند په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې د کبانو فارمونه جوړ شوي دي، چې دکال لسګونه ټنه غوښه تولیدوي، چې د کابل په ګډون ګڼو ولایتونو ته صادرېږي.
د کبانو دغه فارمونه د ننګرهار دکانال ریاست په بېلابېلو څنډو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او خصوصي سکټور په ګډې همکارۍ جوړې شوي دي.
د ننګرهار د کانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل، چې له یادو فارمونو څخه د کبانو د روزنې ترڅنګ د سیمې د ښېرازې او سمسورتیا په پار د بڼونو د خړوبولو په پار هم ګټه اخیستل کیږي. 
د چارواکو په خبره که دغلته د کبانو د فارمونو جوړولو لړۍ همداسې چټکه روانه وي نو په نژدې راتلونکې به ننګرهار د کبانو په يوه لوى توليدوونکی ولايت بدل شي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کلونوکې په افغانستان کې د کب روزنې ډېر فارمونه جوړ شوې، چې ډېری یې په ننګرهار، هلمند، ارزګان، کندهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري او له دغو فارمونو څخه په کال کې زرګونه ټنه کبان تولیدېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت