ننګرهار کې د څه باندې ۲.۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو د پېر او پلور تړنونه لاسلیک شول
۹ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان ځنځیروي ارزښت پروګرام له لورې د ختیځ زون په کچه د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو تولیدوونکو اوسوداګرو ترمنځ د ۲ میلیونه، ۷۲۲ زره او ۵۴۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د پېر او پلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
په یاد پروګرام کې د ننګرهار ولایت سربېره د کابل، لغمان او کونړ ولایتونو ۳۳ سوداګرو او ۳۸ مخکښو بزګرانو ګډون کړي وو، چې خپل تولید کړي محصولات او پروسس شوي توکې نندارې ته ایښې وو،چې د سوداګرو او تولیدوونکو ترمنځ ۲۸ دپېر او پلور تړنونه لاسلیک شول.
ددې پروګرام موخه د کاروباریانو او بزګرانو ترمنځ همغږي رامنځته کول او تولیداتو لپاره د بازار موندې په برخه کې د اسانتیاوو برابرول ښودل شوي.