ننګرهار کې د ځنګلونو ساتنې په موخه قومي مخورو سره دهمغږۍ لومړنۍ ناسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۴:۲۳
ننګرهار کې د ځنګلونو ساتنې په موخه قومي مخورو سره دهمغږۍ لومړنۍ ناسته وشوه

۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس او د ځنګلونو ساتنې کمیټې مشر مولوي محمد ولي محسن او نورو مسؤلینو د دوربابا او نازیانو ولسوالیو سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره د ځنګلونو ساتنې په موخه وکتل.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کړنلارو او ځنګلونو ساتنې طرزالعملونو د تطبیق او خلکو ته د ځنګلونو ارزښت او ساتنې په موخه ییې د مشرانو سره ناسته ترسره کړه.
د دواړو ولسوالیو قومي مخورو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د ځنګل ساتنې کمیټې مسؤلینو سره شریکي کړلې او هم یې د ځنګلو ساتلو او بیا رغولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
هغوي د ځنګلونو د ساتنې لپاره د رسمي کسانو ګمارلو  اوهم د خپل اقتصادي پیاوړتیا لپاره امارت او همکارو مؤسسو څخه د مالدارۍ په برخه کې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن قومي مشرانو ته په خپله برخه کې د هر راز همکارۍ او همغږۍ ډاډ څرګند کړ.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې د کرنې وزارت په لارښوونه په ننګرهار کې د ځنګلوساتنې، ستونزو تشخیص او بیا رغولو لپاره کمیټه جوړه شوه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۲۳
Background image

پکتیا کې ۲۰ مچۍ لرونکو ته د شاتو مچیو صندوقونه او اړین توکي ووېشل شول

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د اکشن اېډ مؤسسې په همکارۍ، د شاتو مچیو د روزنې او ودې په موخه د مرکز ګردبز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۰
Background image

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د «له کرونده تر بازاره» تر شعار لاندې پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د «له کرونده تر بازاره» تر شعار لاندې؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

بازگشت