ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۵:۱۳
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غونډه دائره شوه.
 دغه غونډه، چې د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس الحاج مولوی عبدالستار محمد په مشری ترسره شوه، چې په کې پر تېرو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز په دې غونډه کې د لعلپوری ولسوالی د عبدالقدیم په نوم د یو شخص پر موضوع باندې خبرې وشوې او پریکړه وشوه تر څو د تصمیم نیونې لپاره استعلامونه ووېشي او راتلونکې غونډې ته دقیق معلومات وړاندې شي.
دغه راز د کامې ولسوالی د کامې خاص سیمه کې په اجاره ورکړل شوي ځمکې په اړه هم بحث وشو او پریکړه وشوه، چې د ټاکل شوی پلاوی نظر دې د نهايي تصمیم نیونې لپاره مرکزي کمیسون محترم مقام ته واستول شي.
د باریکاب د چوره ګلی ډاګ  سیمې په اړه پریکړه وشوه چې د ریاست الوزرا مقام د هدایت په اساس دی تخنیکي هيت د دقیق څیړنې لپاره  سیمې ته لاړ شي او د عارضینو څخه باید پوښتنې وشي او اسناد یې وڅېړل شي او راپور یې ترتیب او مرکزي کمیسون مقام ته د تصمیم نیونې پخاطر واستول شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت