ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۰:۵۲
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه

۲ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي د ننګرهار کرنې ادارې او تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې په کې پر مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
ددې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ پر یوشمېر دوسیو او عریضو مهمې پرېکړې وشوې.
دغه راز تخنیکي پلاوي غړو چې تېره ورځ د مختلفو سیمو څخه لیدنه ترسره کړې وه،  وروسته غونډه کې پرې  بحث وشو او پریکړه وشوه، چې زانګویې ځمکې په تړاو د ښاروالۍ او ښارجوړونې ریاستونو څخه دپلان په رابطه معلومات وغوښتل شي .
 همدارنګه  پرېکړه وشوه، چې دکاشکوټ ځمکي غاصبین چې استعلامونه تري شوي د لاښه وضاحت په پار راتلونکي مجلس ته  وغوښتل شي، دکابل هډي سیمه امارتي ملکیت دي او د هراړخیزو څیړنو لپاره باید تخنیکي پلاوي سیمي ته سفر وکړي  . 
په ورته وخت کې  د اداراتو او ولسي وګړو پر عرایضو بحث وشو او پر ډېرې برخو کې پرېکړه وشوه، ترڅو د عامه ملکیتونو دمینځه تللو مخنیوي وشي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت