ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې یوولسمه غونډه ترسره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۴:۳۸
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې یوولسمه غونډه ترسره شوه

۱۲ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنيکې پلاوی د ننګرهار ولایت د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد تر مشرۍ لاندې چې د تخنیکې پلاوی غړو د ننګرهار عدلیې رییس، د مستوفیت رییس، امنیه قومندانۍ مرستیال، حج اوقافو رییس،  جلال اباد ښاروالۍ مرستیال، ښارجوړونې رییس، کدستر امر، کار او ټولنیزو چارو رییس او د قضایای امارت امر ګډون درلوده خپله یوولسمه نوبتې غونډه تر سره کړه.
د غونډې په پيل کې  په تیرو موضوعاتو باندې بحث او رڼا واچول شوه او د ننګرهار دکرنې رییس او د تخنیکې  پلاوی مشر مرکز ته د خپل سفر په اړه مفصل راپور وړاندې کړ او زیاته يي کړه، چې په افغانستان کې د اماراتي، سلطاني، مرعي، او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو کمېسون مشرتابه لخوا په ننګرهار ولایت کې د غصب مخنیوي او د دغه ولایت د تخنیکې  پلاوی کړنې وستایل او د ښو کړنو په ترسراوی يې د غصب شوو ځمکو د استرداد صلاحیت هم ورکړ.
د غونډې په جریان کې د تخنیکي ټیم غړو په نوبتي ډول خپل نظریات شریک کړل او د تخنیکي ټیم د چارو د منظم پرمخ وړلو لپاره ځينې اړين مسایلو اړوند بحث وشو.
باید وویل شي، چې د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت