ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۹:۵۹
ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۲۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي پر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې د ننګرهار دکرنې رییس او تخنیکي پلاوي مشر مولوي عبدالستار محمد سربېره، د عدليی رییس، د ننګرهار مستوفي، ښارجوړونې رییس، قبایلو او سرحداتو رییس، حج او قافو رییس، د ښاروالۍ مرستیال، امارتی قضایاوو امر او د کدستر مسول ګډون درلود.
په دې غونډه کې د حصارک ولسوالی څخه راغلو دوسیو، سرخ دېوال، دلعلپورې ولسوالی عبدالقدیم د ځمکو په ګډون د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې خبرې اترې وشوې.
دغه راز د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي  پریکړه وکړه، چې دحصارک ولسوالی موضوع په اړه د کرنې ریاست څخه دې رسمي د سیمې سکیج، کروکې، حدود، حدفاصل او مساحت وغوښتل شي، د لعلپورې عبدالقدیم موضوع دي قضایایي امارت له طریقه محکمې ته ولیږل شي .
دغه راز پریکړه وشوه، چې د سرخ دېوال موضوع دې د غصب د مخنیوي مرکزي کمیسیون ته د وروستي اجرااتو په موخه واستول شي.
په ورته وخت کې  د اداراتو او ولسي وګړو پر عرایضو بحث وشو او پرېکړه وشوه، ترڅو د عامه ملکیتونو دمنځه تللو مخنیوي وشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت