ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۱:۲۹
ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي کړنې

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي ددې ولایت د خوګیانو ولسوالی د قیلغو کلي کې د قیلغو او زاویې د خلکو ترمنځ پر امارتې ځمکو جوړشویو ودانیو،  کرنیزو ځمکو لیدنه وکړه .
 د ننګرهار د کرنې ادارې  او تخنیکي پلاوي رییس مولوي  عبدالستار محمد په مشرۍ دغصب مخنیوی  تخنیکي پلاوی د خوګیانو د قیلغو، دچمتلي ښارګوټي پر شنو سیمو جوړشویو مارکیټونو،  په چمتلي ښارګوټي کې د جماعت دځمکي دغصب په ګډون د غصب اړوند ګڼو نورو مهمو موضوعاتو باندې لنډ بحث او رڼا واچول شوه.
دغه راز د غصب مخنیوي کمیسیون پلاوی پریکړه وکړه، چې د خوګیانو د قیلغو او زاویې ولسي خلکو چې پر کومه ځمکه ادعا لرله چې زموږ شخصي ځمکې دي د کدستري نقشو ترکتلو وروسته یاده سیمه امارتي تثبیت  شوي،  او ولسي خلکو ته وویل شول چې دافغانستان اسلامي  امارت تر نهایې پریکړي پوري هیڅ څوک دتصرف حق نلري.
 همدارنګه د کوزکونړ دکاشکوټ ځمکو لیدنه وشوه، چې د کرنې ریاست له لورې په  اجاره ورکړل شوې وه خلکو اجاره دار ته دکار اجازه نه ورکوله د کدستري نقشو له مخې سیمه دسیند بستر او امارتي ځمکی ثابتي شوې او دسیمې خلکو ته قناعت ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت