ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۱:۵
ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۲۸ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهارولایت د امارتي، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنیکې پلاوی ټولو غړو د ننګرهار د کرنې ادارې او تخنیکې پلاوی رییس مولوی عبدالستار محمد په مشری غونډه ترسره کړه. 
ددې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ، پریکړه وشوه چې د حاجي ظاهر قدیر په نامه ښارګوټی د اسنادو او سوابقو د څېړلو لپاره دې یو فنی او مسلکې ټیم سره د نقشو د تخنیکې پلاوی مشرتابه سره سیمې ته لاړ شي، او موضوع باید دقیقه وڅېړل شي،  همداراز د روداتو ولسوالی اړوند د سرخ دیوال سیمه کې د فیض محمد څرخي د تبادله يي ځمکې پر موضوع هم بحث وشوو، او پرېکړه وشوه، چې د تبادلې په اړه د وخت فرمان او نور سوابق باید دقیق وڅېړل شي او دوسیه يي بشپړه او د وروستي اجرااتو په موخه  کمیسون ته واستول شي.
بله خوا تخنیکي پلاوی مشرتابه د ټولو ولسوالیو مسؤلینو باندې غږ وکړ چې د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو برخه کې خپلي کړنې ګړندۍ کړي، او هیچاته اجازه ورنه کړي، چې امارتي ځمکې غصب کړي او یا يې د اجارې ورکولو مانع ورګرځي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۳۳
Background image

پکتیکا کې د لسګونو ونو د ناقانونه وهلو قضیه ثبت او عدلي مراجعو ته وسپارل شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نعمت اباد ولسوالی د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو د خپلو دوامدارو څارنو په ترڅ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۲۰
Background image

کونړ کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو او لوبیا د ننداریزو کروندو په‌پار اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دپراختیایي بودیجې په چوکاټ کې د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو د ترویج. . .

بازگشت