ننګرهار کې د ولسوالیو ترویج مدیرانو سره د ستونزو حل او همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۱:۲
ننګرهار کې د ولسوالیو ترویج مدیرانو سره د ستونزو حل او همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

۵ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د  ۲۲ ولسوالېو عمومي مدیرانو سره د ستونزو حل، کارونو کې روڼتیا او ښې همغږۍ په موخه وکتل.
ښاغلي محسن مدیرانو ته وویل پخپلو ولسوالیو کې د بزګرانو او مالدارانو صادقانه خدمت وکړی او هم يي په کارونو کې روڼتیا، دفترونو پاک ساتل، حاضرۍ پابندي، د مؤسساتو د کارونو څارنه، د ولسوالی او کرنې ریاست مسؤلینو سره همغږۍ کولو سپارښتني وکړي.
د کرنیزو خدمتونو امر نعمت الله اکبري هم خبرې وکړې او په ولسوالیو کې د سبو،غلو دانو داصلاح شوي تخمونو پر ترویج ټینګار وکړ.
دغه راز مدیرانو هم خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د ننګرهار د کرنې رییس سره شریکې کړې، چې د ننګرهار دکرنې رییس له لورې د همکارۍ او ستونزو حل ډاډ ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت