ننګرهار کې د هګیو چرګانو ۵۸۸ کورني فارمونه جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۱۲:۱۰

۳  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO)په مالي او د (Action Aid )مؤسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د شېرزاد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې ۵۸۸ بېوزلې، کونډې او معیوبو ښځو ته د دوی دکورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو د فارمونو جوړولو په پار اړین توکي وېشلي دي.
په دغو وېشل شویو توکو کې هر مستحق کس ته ۳۰ د هګیو چرګان او ۱۵۰ کیلو ګرامه د چرګانو خوراکي توکي او دغه راز د چرګانو فارم جوړولو په پار یوه دروازه، ده کړکۍ، د اوبو دې لوښې او د دانو درې لوښې شامل دي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۰:۳۱
Background image

کندهار کې د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو لومړنی معیاري لابراتوار پرانیستل شو


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
په کندهار ولایت کې د هېواد د کرنیزو تولیداتو د معیاري کېدو په موخه د دوه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د کندا وزیرزي نړۍوال لابراتوار ستر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۰:۲۵
Background image

تورخم کې ۵۰۰ کیلو ګرامه قاچاقي د کبانو غوښه ونیول شوه او له منځه یووړل شوه


۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د تورخم د حیواني قرنطین کارکوونکو په قاچاقي او غیرقانوني ډول راوړل شوې ۵۰۰ کیلو ګرامه د کبانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د لغمان علیشنګ ولسوالی کې ۷۷ اړمنو کورنیو سره د اوښ‌مارغه مرسته ترسره شوه


۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان د نابینایانو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف. . .

بازگشت