ننګرهار کې د نیالګیو روزونکو د ستونزو حل په پار ناسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۹
ننګرهار کې د نیالګیو روزونکو د ستونزو حل په پار ناسته وشوه

۵ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خوني رییس اجمل رحماني او د نیالګیو روزونکو ټولنې مسؤل روح الله مومند او نورو چارواکو د نیالګیو روزونکو ستونزې او غوښتنې د ننګرهار دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره شریکې کړې.
د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خوني رییس اجمل رحماني په ننګرهار کې د نیالګیو روزونکو ستونزې، غوښتنې، وړاندیزونه او لاسته راوړنې شریکي کړي.نوموړې وویل، چې سږکال په ننګرهار کې د خصوصي سکتور له لورې په میلیونونه مېوه لرونکي، بې مېوې او زینتي بوټي او نیالګي دهېواد د سمسورتیا په موخه روزل شوي وي. ښاغلي رحماني دغه راز وویل، چې په ننګرهار کې نیالګیو روزونکي د ځمکو کموالي، شنوخونو کمښت، کرنیزوپورونو کموالي، د کرنیزو شرکتونو مالي سیستمونو اسانه کولو او بازار موندنې هغه ستونزې دي، چې د نیالګیو روزونکي ورسره مخ دي.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد راغلو مسؤلینو ته د نیالګیو روزنې په برخه کې د نافذه قوانینو په رڼا کې د پوره همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت