ننګرهار کې د مېوه لرونکو ونو د نیالګیو اېښودو کمپین پیل شو
۵ سلواغه ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي له خوا د ننګرهار په ولایت کې د مېوه لرونکو ونو د نیالګیو اېښودو کمپین پیل شو.
په دې غونډه کې د ولسمشر سترسلا کار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل او د ننګرهار یوشمېر نورو حکومتي چارواکو ګډون درلود.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت په ۱۴۰۰ ام مالي کال کې، د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوایو کې د مېوو له ډلې د سټروسو، املوکو، شفتالو او نورو مېوو دوه زره جریبه بڼونه جوړوي. ددغو بڼونو د جوړولو ټولیز لګښت، ۷۷ میلیونه افغانۍ ده.