ننګرهار کې د مالدارۍ سکټور پراختیا په پار هڅې: د جلال آباد ښآر کې د استراګانو پلورنځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۰:۳۶
ننګرهار کې د مالدارۍ سکټور پراختیا په پار هڅې: د جلال آباد ښآر کې د استراګانو پلورنځیو څخه څارنه وشوه

٢۸ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
ننګرهار کې د مالدارۍ سکټور د پراختیا په پار هلې ځلې کړندي شوي دي.د دغو هلو ځلو په ترڅ کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو امریت يو ګډ پلاوی د کمپاین په ترڅ کې د مصنوعي القاح د بې کيفيته استراګانو د خرڅلاو مخنیوی په موخه جلال اباد ښار کې د استراګانو  له پلورنځیو څخه څارنه ترسر شوه.
د څارني پر مهال ګډ پلاوی پلورونکو ته لازمې سپارښتنې وکړي او زیاته یې کړه، چې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار باید د بې کیفیته استراګانو  له خرڅلاو څخه ډډه وشي، د سرغړونکو سره به قانوني چلند کئږي او بیا د شکایت حق نلري.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې دوی هڅه کوي یاد کمپاین د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې پلي کړي؛ چې په پایله کې به یې  باکیفیته او غوره نسلونو لرونکي استراګاني تطبیق شي، ترڅو مالداران په راتلونکي کې د خپلو مالونو څخه باکیفیته او د زیات محصول ورکونکي نسلونه ترلاسه او پدي سره به په کلیوالې کچه دمالدارانو اقتصاد پیاوړي شي.
د ننګرهار دکرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې دغه کمپاین دوام لري او د جلال آباد ښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې به هیچاته اجازه ور نه کړي، چې بې کیفیته استراګانې  وپلوري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت