ننګرهار کې د مالدارۍ دوه کلینیکونه جوړ اوګټې اخیستنې ته وسپارل شوې 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۲:۳۸
ننګرهار کې د مالدارۍ دوه کلینیکونه جوړ اوګټې اخیستنې ته وسپارل شوې 

۲۸ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي لګښت د ننګرهار په شیرزادو او خوږیانو ولسوالیو کې دوه بابه حیواني کلینیکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې له لورې دوه تنه پارا وترنران د شپږو میاشتو په موده کې د مالدارۍ په برخه کې په عملي او نظري ډول روزل شوي.
ښاغلي محمد زیاته کړه یادو پارا وترنرانو ته حيواني کلينيک لپاره د کلينيک مجهز کیټ چي دهونډا موټرسايکل ،لمریز سیستم ، يخچال او تراوا په ګډون۵۲ قلمه د کلينيک وسايل ۳۵ قلمه د پخلنځي وسايل او ۴۷ قلمه د حیواني اړتيا وړ درمل هم ورکړل شو.
یاد کلینیکونه دخوږیانو او شیرزادو ولسوالیو په هغو سیمو کې جوړ شوی، چې هلته د مالدارۍ چوپړتیاوو ته د مالدارانو لاسرسي کم وه.
دننګرهار د کرنې ریاست رهبري هڅه کوي د ننګرهار په لرې پرتو سیمو کې هغو بزګرانو او مالدارانو ته چوبړتیاوې وړاندې کړي، چې په تېر کې ورته کار نه وي شوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت