ننګرهار کې د عشر او زکات په عوایدو کې دروڼتیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۳:۴۰
ننګرهار کې د عشر او زکات په عوایدو کې دروڼتیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه


٢۳ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن دخپل کار په دفتر کې د عشر او زکات دعوایدو دتنظیم رییس مولوي سید مخدوم عبدالهادي هدایت او راغلي پلاوي سره د کتنې په ترڅ کې دعشر او زکات دعوایدو په شفاف ډول ټولولو، دتېر کال او سږ کال عوایدو پرتله کولو خبرې اترې وکړې.
د عوایدو دتنظیم رییس مولوي سید مخدوم عبدالهادي هدایت وویل د عشر او زکات لوي ریاست غواړي چې په ولایتونو او ولسوالیو کې د عشر او زکات کارکوونکو ستونزې، لاسته راوړنې، راتلونکي پلانونو او په شفاف ډول د عوایدو راټولولو کې ددوی د کارونو څخه څارنه ترسره کړي.
ښاغلي هدایت زیاته کړه دوی د مرکز سربېره د ولسوالیو دعشر او زکات مدیرانو ستونزو حل په موخه ولسوالیو ته سفرونه ترسره کوي، ترڅو معلومه کړي چې په کومه برخه کې مدیران ستونزي لری؛ ترڅو دحل لاره ورته ولټول شي.
نوموړې وویل د تېر کال او سږ کال عوایدو ټولولو او دپرچو تطبیق په موخه دبزګرانو سره هم ناستي ترسره کوي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن راغلو مسؤلینو ته دښه راغلاست ترڅنګ د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلی محسن وویل د عشر او زکات له کارکوونکو ته یې د اصولو له مخې دعشر او زکات را ټولولو سپارښتنې کړې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت