ننګرهار کې د شینوارو شاتو مچیو روزنې ټولنې سره مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۳:۱۸

۱۹چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان د کرنې او مالدارۍ ځنځیروي ارزښت پروژي له لورې د مهمندري ولسوالۍ کې د شینوارو شاتو مچیو روزونکو ټولنې ته ۱۰.۸۱۶ مټریک ټنه بوره او درشقې تخم ورکړل شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګړلو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او څارویو روغتیا امر داکتر محمد ضمیر بهسودي وویل، چې د شینوارو شاتو مچیو روزونکو ټولنې ۱۰۴ تنو هغو غړو ته چې د څو میاشتې وړاندې طبیعي پیښو له امله یې د شاتو مچیو ته زیان اوښتي وو، بوره او درشقې تخم ووېشل شو.
نوموړي وویل هر فارم لرونکي ته ۱۰۰ کیلو ګرامه بوره او ۴ کیلو ګرامه د رشقې تخم ورکړل شو.
څه موده وړاندې یادو شاتو مچیو روزونکو ته د شاتو مچیو روزنې په برخه کې روزنه او د اړتیا وړ وسایل هم ورکړل شوي وو.
د یادو موادو د وېش موخه پدې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې پراختیا او د شاتو مچیو روزونکو ملاتړ دي.
په ننګرهار کې ۶۰۰ د شاتو مچیو روزنې فارمونه شتون لري، چې په دوه اتحادیو کې خپل فعالیتونه مخته وړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت