ننګرهار کې د شولو کرکېله پیل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۴:۱
ننګرهار کې د شولو کرکېله پیل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د شیشم بڼ څېړنیز فارم کې، د دې ادارې رییس مولوی عبدالستار محمد لخوا د شولو د څو بوټو په کښېنولو سره ننګرهار کې د شولو کرکېله پیلو شوه.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالستار محمد وویل، چې سږکال به په یاد فارم کې د شولو د مورني تخم د تولید په موخه په پنځه جریبه ځمکه کې څلور ډوله پنځه تجربې (شیشم باغ، جلال آباد، عطایي او سیله زودرس) د اګرانومیکي، جرم پلازم او اصلاح په منظور وکرل شي.
دغه راز د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي په دې ولایت کې د شولو عصري کرکیلي په پار هم هلې ځلې کوي له همدې امله دکرنې وزارت دترویج کارکوونکي په کلیو او ولسوالیو کې د شولو عصري کرکیلي درواجولو په موخه بزګرانو ته د شولو ننداریزې قطعې جووړوی. 
دیادونې وړ ده، چې اوسمهال په ننګرهار کې دشولو دپروسس فابریکې هم شتون لري، چې دننګرهار دکرنې ریاست په هلو ځلو دشولو دپروسس او بازارموندنې په موخه دفابریکو او بزګرانو ترمنځ کرنیز تړونونه هم رامنځ ته شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت