ننګرهار کې د رومي بانجانو کروندې او تولید په زیاتېدو دي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ - ۱۶:۳۴
ننګرهار کې د رومي بانجانو کروندې او تولید په زیاتېدو دي

۲۱ مرغومې ۱۳۹۹
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په یاد ولایت کې د رومي بانجانو کروندې او تولیدات زیاتې شوي دي او کال تربلې رومي بانجانو او سبو کرکېلي ته د کروندګرو لېوالتیا زیاتیږي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د رومي بانجانو او نورو سبو د کرکېلي د پراختیا او تولید زیاتوالي په پار هلې ځلې کوي، چې دا هلې ځلې ددې لامل شوې، چې سږکال په دې ولایت کې د رومي بانجانو تولیدات زیات شي.
د کرنې وزارت د ۱۳۹۸ یم کال د احصایې ریاست مالومات ښیي، چې تېرکال د دې ولایت په ۱۱۰۷ هکټاره ځمکه رومي بانجان کرل شوي وو چې د تولید کچه یې تر ۲۷ زره او ۶۷۵ مټریک ټنو ته ورسېد. خو سږکال ددې ولایت د رومي بانجانو کروندې او تولیدات د تېرکال په پرتله زیاتي دي.
د ننګرهار په ولایت کې د شنوخونو په بڼه هم د رومي بانجانو او یوشمېر نورو سبو او ترکاریو کرکېله کیږي او په پراخه کچه پېرېدونکي او مشتریان لري.
د ننګرهار ولایت د رومي بانجانو او نورو ترکاریو د مارکېټ غوښتنې ته په کتو په دې وروستیو کې دکرنې وزارت د پرمختیایي برنامو او پروژو له لارې په دې ولایت کې د سبو او ترکاریو د تولیداتو زیاتوالي او د کرکېلي د نویو لارو چارو دودولو په پار د ولایت په کچه ۸۴۲ لویې او وړې شنې خونې هم جوړې شوي دي، چې د نورو ترکاریو ترڅنګ په دغو شنوخونو کې رومي بانجان هم کرل کیږي او په دې سره ددې ولایت د رومي بانجانو تولیدات زیات شوي دي.
د ننګرهار په شنوخونو کې تولید شوي رومي بانجان، ګټور، خوندور او په مارکېټ کې یې بیې ارزانې دي، په همدې موخه ورځ تربلې یې پېرېدونکي زیاتیږي.
د ننګرهار د کرنې ریاست ددې ولایت د سبو او ترکاریو د تولیداتو زیاتوالي او د بزګرانو د ملاتړ په پار په هر برخه کې له بزګرانو سره هراړخیزې مرستې او همکارۍ کوي، ترڅو له یوې خوا د یادو کرنیزو توکو تولیدات ډېرشي او له بلې خوا د بزګرانو اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۰:۶
Background image

ننګرهار کې زرګونو څارویو ته د طبق ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي او د اروپایي ټولنې په مالي لګښت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۰:۳
Background image

هلمند کې د شېدو پروسس کولو یو مرکز جوړ او گټې اخیستنې ته وسپارل شو

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په مالي ملاتړ ددې ولایت مرکز لښکرګاه ښار سردارګل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۲:۲
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې له مسوول سره وکتل 

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي صدراعظم عثماني، د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې «آی،او،اف،اس» د. . .

بازگشت