ننګرهار کې د ختیځ لبنیاتو ټولنې غړو سره ناسته ترسره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۲:۰
ننګرهار کې د ختیځ لبنیاتو ټولنې غړو سره ناسته ترسره شوه:

۲۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د احصایې او ارقامو امریت او د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امریت مسؤلینو ننګرهار کې د ختیځ لبنیاتو ټولنې له غړو سره د دغه ټولنې د ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه. 
په دې غونډه کې، د کرنې ادارې مسؤلینو ډاډ ورکړ چې د یادې ټولنې ستونزی به د حل په موخه د ریاست مقام سره شریکې کړي. 
دوی همداراز یادونه وکړه چې د کرنې ریاست په پام کې، لري د ستونزو د حل او نوی رییس او مرستیال د ټاکلو پخاطر راتلوونکې کې د مجموع عمومي ټاکنې ترسره شي.
د ننګرهار دکرنې او مالدارۍ ریاست هڅه کوي چې د کارونو د چټکتیا، تولید زیاتوالې، ښه مارکیټ پیداکولو او شفافیت په موخه د ختیځ لبنیاتو ټولنې په رهبرۍ کې بدلون راوړي، ځکه چې د ختیځ زون په کچه یوازینۍ ټولنه ده نو باید پرمختګ وکړي او هېوادوالو ته ښه محصولات عرضه کړي

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت