ننګرهار کې د جلغوزیو حاصل معلومولو او پلور په موخه له مسؤلینو او قومي مشرانو سره ناسته وشوه
۵ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۲۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار ولایت مقام په لارښونه د جلغوزیو د ساحي تثبیت او خرڅلاو په موخه یو پلاوي د استخباراتو رییس په مشرۍ چې په ترکیب کې د کرنې رییس، کلیو او پراختیا رییس، ننګرهار امنیه قومندانۍ مرستیال، خوږیاڼو ولسوال شامل وو ناسته ترسره کړه.
د استخباراتو استازي مفتي سعید الامین ساجد وویل د ننګرهار والي په لارښوونه یاد کمیسیون د جلغوزیو ساحو تثبیت او خرڅلاو په موخه جوړه شوې ده؛ چې نن د خوږیاڼو ولسوالۍ د غریزو سیمو مشرانو، مسؤلینو او سوداګرو سره د جلغوزیو خرڅلاو په موخه ناسته ترسره کېږي.
ښاغلي ساجد وویل د جلغوزیو سوداګرو ته درې ورځې وخت ورکړل شو، ترڅو غر له نږدې وګوري او په راتلونکي کې په بولۍ کې برخه واخلي او یادو غرونو کې د جلغوزیو مېوه په مناسبه بیه وپلورل شي.
دغه راز د ټاکل شوي پلاوي له لورې په غره کې د جلغوزیو اندازي تثبیت په موخه د خوږیاڼو ولسوالۍ د استخباراتو مدیر، فرامینو مدیر، قومنداني او کرنې مدیران وګمارل شول؛ ترڅو معلومات راټول کړي.
په یاده ناسته کې د خوږیاڼو امنیه قومندان، استخباراتو مدیر او کرنې ریاست د طبیعي سرچینو امر هم برخه اخیستي وه.