ننګرهار کې د بڼوالۍ پراختیا په پار هڅې؛ ۱۲۵ جریبه بڼونه جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۴:۱
ننګرهار کې د بڼوالۍ پراختیا په پار هڅې؛ ۱۲۵ جریبه بڼونه جوړېږي

۸ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د هیلي نړۍوال بنسټ له لورې د ننګرها  په پنځو ولسوالیو چپرهار، اچین، بټي کوټ، رودات او ګوشتي د بڼوالۍ چاري رواني دي، چې په ترڅ کې یې ۱۲۵ جریبه بڼونه جوړېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل: «د هیلي نړۍوال بنسټ م له لورې په ننګرهار کې ۲۵۰ تنو ته نیم جریبه بڼونو کرلو چارې روانې دي؛ چې پدي کې ۱۵۰ مېرمنو او ۱۰۰ نارینه بڼوالو ته بڼونه جوړېږي.» 
ښاغلي محمد زیاته کړه په یادو ولسواليو کې بڼوالو ته د مالټو، یوریکا لیمو، شفتالو، زردالو او آلوچې بڼونه جوړېږي.
دغه راز یادو بڼوالو ته د بڼونو اوبولګولو، کرنیزو عملیو، ناروغیو کنټرول، سرو استعمال، حاصل ټولولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت