ننګرهار کې د بزګرانو د ستونزو هوارولو په پار هڅې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۰:۵۸
ننګرهار کې د بزګرانو د ستونزو هوارولو په پار هڅې

۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ترویج مدیر سنګر صادق د بټي کوټ مرستیال ولسوال سره د بزګرانو د ستونزو حل او بټي کوټ ولسوالی ترویج مدیریت سره د لا زیاتې همکارۍ  په موخه ناسته ترسره کړه.
د ننګرهار دکرنې ریاست د ترویج مدیر سنګر صادق څخه د بټی کوټ مرستیال ولسوال ددې ولسوالی دبزګرانو او مالدارنو د ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتونکی شو. 
دترویج مدیر د بټي کوټ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت ته  دنده وسپارله ترڅو دبزګرانو او مالدارانو ستونزې ولسوالی مقام سره په همغږۍ راتولې او د وروستي کړنو په موخه د کرنې ریاست ته را ولېږي. 
د ننګرهار د کرنې ریاست دترویج  مدیر سنګر صادق چې د  ستروس او خرماُ مدیر سیدناصر پاچا او دسبو او مېوو مدیر کفایت الله  ذاکر یې ملتیا کوله په بټي کوټ ولسوالی کې د یو شمېر بزګرانو او مالدارانو ستونزې  له نږدې  ولیدي، چې یادې ستونزې د بټي کوټ مرستیال ولسوال سره شریکي شوې،  ترڅو د حل یوه مناسبه لار ورته ولټول شي.
په همدې حال کې د بټي کوټ مرستیال ولسوال د بزګرانو د ستونزو حل په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت