ننګرهار کې د بروسلوز ۱۴۴ زره او ۴۴۸ ډوزه واکسین پر څارویو پلي کېږي

naim.rezai
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۵:۷
ننګرهار کې د بروسلوز ۱۴۴ زره او ۴۴۸ ډوزه واکسین پر څارویو پلي کېږي

۱۲غبرګولی ۱۴۰۰
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا ددې ولايت څارویو ته د بروسلوز ناروغۍ د واکسینو د پلي کېدو لړۍ پیل شوې ده.
د ننګرهار کرنې رییس انجنیر انعام الله صافی وايي، د بروسلوز ناروغۍ د مخنیوي په پار ١٤٤ زره او ٤٤٨ ډوزه واکسینونه چې ټولیز ارزښت يې یو میلیونه او٤٤١ زره او ٦٦٩ افغانۍ کیږې په ٢٢ ولسوالیو، «خوګیانو، سره رود، بهسود، بټي کوټ، غني خېل، کامه، کوزکونړ، دره نور، کوټ، شېرزاد، حصارک، لعلپوره، مومندره، پچیراګام، رودات، هسکه مېنه، اچین، دوربابا، سپین غر او نازیانو» کې د وترنرۍ د ٢٥ سیمه ییزو واحدونو له لورې پلي کېږي.
د څارویو ناروغیو د مخنیوي په پار پر څارویو د واکسینونو پلي کول د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست یو له مهمو برنامو څخه دی، چې د یاد واکسین په تطبیق سره به د مالدارانو په حیواني محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي او د ناروغیو دخپرېدو مخه به ونیول شي.
یاده ناروغي، چې له څارویو انسانانو ته هم لېږدي، خطرناکه ناروغې ده، چې په همدې موخه د کرنې ریاست له لورې یې د مخنیوې هڅی روانې دي.
د بروسلوز ناروغي د مالدارانو پر اقتصاد مستقیمې اغېزې لري، که چېرې دا ناروغي کنټرول نه شي، نو مالدارانو ته خورا زیات زیان رسېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د ولايت په کچه هرکال د څارویو د بروسلوز او نورو ناروغیو د کنټرول په پار د واکسینو کمپاین په لاره اچوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۳۴
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۱۰۰ بېوزلو کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۱۲ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی په څلورو کلیو کې له ۱۰۰ مستحقو او بېوزلو کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه، چې موخه یې د دغو کورنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۱:۳
Background image

د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو له مرستیال سره د اوبولګولو پروژو د پرمختګ راپور شریک شو

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر«یوان‌اوپي‌اس» چارواکو د دغه بنسټ د اوبولګولو پروژو او فعالیتونو د پرمختګ راپور، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۰:۴۶
Background image

کندهار کې د سېلابونو او شګو د توفانونو د مخنیوي په موخه د ۳۲۰ زره نیالګیو قوریه جوړه شوه

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د یاد ولایت په ژړۍ ولسوالی کې پر ۱۶ جریبه ځمکه د ۳۲۰ زره بې مېوې ځنګلي نیالګیو قوریه. . .

بازگشت