ننګرهار کې د اوبولګولو ۲۲ کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۷ - ۱۶:۳۰

۲۷ غبرګولی ۱۳۹۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د اوبولګولو ۲۲ کانالونه چې د جوړولو چارې یې بشپړ شوي دي ګټې اخیستنې ته وسپارل.

له دغو کانالونو څخه څلور یې د ننګرهار ولایت په کوز کنړ او پاتې نور یې ددې ولایت په سرخرود، خوګیاني، ګوشتې، کامه، دره نور او رودات ولسوالیو کې شتون لري. دغه کانالونه چې ټولیز لګښت یې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ ده د رغولو چارې یې په ۱۳۹۷ یم کال کې پیل او له بشپړېدو سره سم ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د دغو کانالونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیولي دي د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کیږي.

په ورته وخت کې، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د زیتونو د پروسس له فابریکې، د خورما بڼونو، د غوا ساتنې له فارم او له یوشمېر نورو کرنیزو ځاینو څخه هم لیدنه وکړه. د کرنې وزارت د اوبولګولو اوطبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري د ننګرهارکانال اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې دیاد کانال د نیمګړتیاوو او ستونزو هوارولو حل لاره دې په خپل پلان کې ځای پرځای او د مدیره هیئت په راتلونکي غونډه کې د یاد کانال د بورډ غړو او چارواکو ته وړاندې کړي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د هالند کمېټې د چارواکو ترمنځ لیدنه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د هالند کمېټې  مرستیال ډاکتر عبدالقادر فخري، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۵
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې د عامې روغتیا ساتني لپاره نږدې دوه زره څاروي معاینه شوه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت له لورې د کندهار د  ډنډ ولسوالی مسلخ کې د مالدارۍ مسؤلینو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۵۱
Background image

د کندهار معروف کې ۱۰ باب د انګورو ټرایلس‌ بڼونه اړمنو بزګرانو ته ووېشل شول

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ مؤسسې (آر.او.پي) په تخنیکي همکارۍ او د. . .

بازگشت