ننګرهار کې د اوبولګولو د دوو کانالونو د بیارغونې چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۳:۵۳
ننګرهار کې د اوبولګولو د دوو کانالونو د بیارغونې چارې پیل شوې

۱۳  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۰ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د (Islamic Relief) مؤسسې په تخنیکي او د (UNDP) دفتر په مالي لګښت  د ګوشتې ولسوالی اړوند د بیضو او خیر بندۍ کانالونو د رغولو چارې رسماً پیل کړي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د ننګرهار دکرنې ریاست د (Islamic Relief) مؤسسې او (UNDP)  ادارې چارواکو، سیمه ییزو چارواکو او یوشېر خلک حضور درلود. 
دننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو په خپلو خبرو کې د پروژې مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه، چې د پروژې په تطبیق کې کیفیت ته پاملرنه وکړي او په  شفافه توګه په خپل وخت پروژه تطبیق او ګټې اخستني ته وسپاري، او همداراز ځایي اوسیدونکو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د سیمو مسؤلینو سره د پروژې په پلي کولو کې پوره همکاري وکړي.
د چارواکو په خبره ددې پروژې ټولیز لګښت ۱۲.۷ میلیونه افغانۍ ده، چې په ترڅ کې یې د بیضو کانال اته کیلومتره پاک کارۍ او ۵۵۰ مترمکعب سنګ کارۍ او د خیر بندۍ کانال ۴.۷ کیلومتره پاک کارۍ او ۵۵۰ متر مکعب سنګ کارۍ شامل دي.
د دې پروژې په تطبیق سره به په یاد ولسوالی کې نږدې ۲۶۰۰زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او لسګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت