ننګرهار کې دکرنې او مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او ستونزو حل  په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۶:۲۲
ننګرهار کې دکرنې او مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او ستونزو حل  په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۶غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُوٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، او بولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د خپل کار په دفتر کې د یوناما د ختیځ زون د مشرې کلیرا میکالوا سره د کرنې او مالدارۍ برخې ستونزو تشخیص او حل لارې موندلو په موخه وکتل.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ننګرهار د کرنې ریاست ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د یونما د خنیځ زون له مشرې سره شریکې کړې.
ښاغلي محسن دسړو خونو، شنو خونو جوړولو، بڼوالۍ، ځنګلونو بیا رغولو، اصلاح شوي تخمونو، د نسلي غواګانو، وزو وېش، واکسینونو، حیواني درملو، پروسس وسایلو او نورو اړونده برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
د یوناما د ختیځ زون مشرې کلیرا میکالوا وویل، هڅه کوی د ننګرهار د کرنې ریاست ستونزي او غوښتنې راټولي او په راتلوونکي کې د یوناما له لارې د ملګرو ملتونو نورو اداراتو، سفارتونو استازو او نورو مرستندویه ادارو سره د حل په موخه شریک کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت