ننګرهار کې  ۷۲ زره څارویو ته د چنجیو ضد درمل  او واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوې 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۲
ننګرهار کې  ۷۲ زره څارویو ته د چنجیو ضد درمل  او واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوې 

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو دافغانستان لپاره د هالینډ کمیټې له لورې د ننګرهار ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې څارویو ته د چنجیو ضد درملو او انترکس د واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې، اوبواګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د ننګرهار په ۱۳ ولسوالیو حصارک، شېرزاد، خوږیانو، سره رود، پچیراګام، هسکه مېنه، کوټ، اچین، نازیان، دوربابا، غني خېل، رودات او دره نور کې ۷۲  زره راسه وړو او لویو شخوند وهونکو څارویو ته د
انترکس واکسینونه او  چنجیو ضد درملو د تطبیق چارې پیل شوي دي.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه د یادو درملو د تطبیق موخه په لویو او وړو شخوند وهونکو څارویو کې د داخلي پرازیتونو او چینجیو له منځه وړل، او دغه راز د مالدارۍ محصولاتو زیاتوالي، د حیواناتو د مړینې د کچې ټیټول او د مالدارانو د عوایدو لوړول دي.
باید وویل شي، چې د هالینډ کمېټه په ننګرهار کې د درملو سربېره د هګیو چرګانو،  حیوانې خوراکې وېش،  حیوانې کلینیکونو،  کوچني د خوراکې زېرمتونونو جوړولو او ګڼو نورو برخو کې هم د مالدارانو لاسنیوي کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت