ننګرهار کې  ۱۸۳ هټیو ته د کیمیاوي سرو د کار جوازونه ورکړل شول 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۱ - ۱۵:۷
ننګرهار کې  ۱۸۳ هټیو ته د کیمیاوي سرو د کار جوازونه ورکړل شول 

۱۱ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  له لورې په دې ولایت کې د کیمیاوي سرو د عمده او پرچون هټیو د معیاري کولو په موخه پر شرایطو برابرو کسانو ته د کار کولو جوازونه ورکړل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې یاده  پروسه چې د کرنې وزارت د لارښونو له مخې پیل شوې، ننګرهار کې به ټول هغه هټیوال چې په عمده او پرچون ډول کیمیاوي سرې (کود) پلوري د کرنې وزارت د ځانګړې تګلارې له مخې په فني او مسلکي ډول را جوړېږي، ترڅو بزګرانو او مالدارانو ته  باکیفیته چوپړتیاوي وړاندې کړي.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه، چې تردې مهاله ددې برخې کاروباریانو ته ۱۸۳ جوازنامې وېشل شوي دي، چې دغه پروسه لاهم  جریان لري.
د جوازونو د ورکړې دغه پروسه ددې لپاره پلي کېږي، چې یاد کاروباریان باید مجوز، اصولي اوبا کیفته سرې وارد او  وپلوري.
د کرنې  وزارت د کړنلارې له مخې که په راتلونکي کې یاد هټیوال او شرکتونه تقلبي او بې کیفته سرې را وارد او بازارونو کې وپلوري نو  فعالیتونه یې بند او توکي به یې ضبط کړل شي.
د یادولو وړ ده، چې د پورته ذکر شوې کړنلارې له مخې په ښار او ولسوالیو کې د لاندې شرایطو کسان کولای شي، چې د کیمیاوي سرو د پیر او پلور سوداګري مخې ته یوسي.
ددې پروسې موخه ننګرهار کې د کیمیاوي سرو د پېر او پلور چارې معیاري او په ټولو مسلکي شرایطو برابرول دی، ترڅو بزګرانو او مالدارو ته باکیفیته او مسلکي چوپړتیاوي وړاندې او په راتلونکي کې د احتمالي خطراتو مخه ونیول شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت