ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو اچارو د تولید کچه ۳۰ ټنه اټکل شوی

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۳:۵۹
ننګرهار کانال شرکت کې د زیتونو اچارو د تولید کچه ۳۰ ټنه اټکل شوی

۲۰ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار دکانال ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ریاست اړوند د زیتونو بڼونو حاصلاتو څخه به سږ کال ۳۰ ټنه د زیتونو اچار تولید شي، چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښیي.
 د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وویل، چې تېر کال ددې شرکت اړوند د زیتونو حاصلاتو څخه ۱۲ ټنه د زیتونو اچار تولید شوې وه، خو سږکال به له دغو زیتونو دانو څخه ۳۰ ټنه د زیتونو اچار تولید شي.
د اچارو او تېلو تولید هم د ننګرهار زیتونو فابریکه کې کېږي. د ننګرهار د کانال شرکت اړوند پر ۳۱۰۰ هکټاره ځمکه د زیتونو بڼونه جوړ وو چې د دغو بڼونو ډېرې ونې د کورنیو جګړو پر مهال له منځه وړل شوي او اوس یې یوازې ۱۷۲۰ هکټاره بڼونه زیتون ورکوي او ۱۳۸۰ هکټاره بڼونه یې له‌منځه تللي دي.
د ننګرهار کانال شرکت پلان لري، چې ننګرهار کې پر لسګونه هکټاره ځمکه د زیتونو تازه بڼونه جوړ کړي.
د زیتونو دغو بڼونو کې ګڼ شمېر کسانو ته کاري موکې هم برابرې شوې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت