ننګرهار کانال شرکت: سږکال د ننګرهار خرما بڼ حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۶ - ۱۳:۲۵
ننګرهار کانال شرکت: سږکال د ننګرهار خرما بڼ حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږ کال د دغه ولایت د خرما بڼ حاصلات ۲۰ تر ۲۲ ټنه اټکل شوي دي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې سږکال په دغه ولایت کې د خرما په حاصل کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
نوموړی وایي، چې تېر کال یې د کانال اړوند د فارم هډې خرما بڼ څخه نږدې ۱۸ ټنه حاصلات راټول کړي وو، خو سږکال تمه لري چې حاصلات به یې دتېر په پرتله زیات وي او ۲۰تر۲۲ ټنه حاصل به راټول کړي.
ښاغلی کظیم وویل:«د ننګرهار د کانال شرکت اړوند فارم هډې سیمه کې دخرما بڼ چې په ۴۰ جریبه ځمکه جوړ شوی، تېر کال د یاد بڼ د خرما حاصلات نږدې ۱۸ ټنه وو، خو سږکال زموږ د اټکل له مخې به یې حاصلات ۲۰تر۲۲ ټنه وي او لا هڅه کې یو چې هر کال یې حاصلات زیات شي.»
نوموړی د خرماوو د حاصلاتو د ډیر والي لامل د خرماوو په بڼ کې د کرنیزو اسانتیاوو زیاتوالی او د خرماوو د نویو بوټو په حاصل راتلل یادوي.
په همدې حال کې د ننګرهار دکرنې رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې ننګرهار د موسمي جوړښت له مخې د خرما د کښت لپاره مناسب دی او هڅه کوي، چې د خرما د کرکیلې لړۍ هغه ولسوالیو ته هم وغځوي چې خرما په کې ښه حاصل ورکوي.
د کانال شرکت د خرما یاد بڼ کلونه وړاندې د جلال اباد ښار په ختیځه څنډه کې په۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او شاوخوا ۲۷۰۰ د خرما ونې په کې کینول شوي، چې سعودي عربستان افغانستان ته ورکړې وې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت