ننګرهار کانال  شرکت د سیلابونو د مخنیوي لپاره محافظتي دېوال جوړوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۴۸
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کرنیزو ځمکو د ساتنې په موخه د هډې فارم په کمبو خوړ سیمه کې د محافظتي دېوال د جوړولو چارې پیل کړې دي. دې پروژه کې به سيمه‌ییز مواد کارول کېږي، چې نږدې سل زره افغانۍ لګښت به ولري او د سیلابونو ګواښ به راکم کړي.

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کرنیزو ځمکو د ساتنې په موخه د هډې فارم په کمبو خوړ سیمه کې د محافظتي دېوال د جوړولو چارې پیل کړې دي. دې پروژه کې به سيمه‌ییز مواد کارول کېږي، چې نږدې سل زره افغانۍ لګښت به ولري او د سیلابونو ګواښ به راکم کړي.
د شرکت د ساختمان امر انجنیر عبدالجلیل په وینا، دې پروژه کې ۲۱ متر مکعبه سنګکاري، ۲۰ متر مکعبه پرانه، ۵ متر مکعبه د تهدابونو کېندنه او ۴۰ متر مکعبه د غټو تېږو ځای پر ځای کول شامل دي. دا چارې به په راتلونکو پنځو ورځو کې بشپړې شي، چې په پایله کې به یې کرنیزې ځمکې، کورونه او سړکونه د سیلابونو له خطر څخه خوندي شي.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خپلو کرنیزو ځمکو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کوي. د دېوال جوړول به د هغو ځمکو لپاره مهم ګام وي چې د سیلابونو له امله هر کال له زیان سره مخ کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت