ننګرهار پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۱:۳۷
ننګرهار پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې وېشل کېږي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  ریاست سره په همغږۍ د بشري خیریه موسسې له لورې په اچین، لعلپوره او مهمندرې ولسوالېو کې ۳۰۰  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ورکول کېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن وویل، چې بشري خیریه موسسه به هر بزګر ته  دیو جریب ځمکي لپاره  ۲۵ کیلو اصلاح شوي د غنمو تخم،  ۲۵ کیلو توره او ۵۰ کیلو یوریا سرې د راتلوونکي کښت په موخه ورکړی.
ښاغلي محسن وویل، چې دغنمو اصلاح شوي تخمونو وېش موخه د کتاري کرنې، اصلاح شوي تخم ترویج او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.
د بشری خیریه  مؤسسې دکرنې برخې مسؤل انجینر هدایت الله ثنایي وویل، چې یادو بزګرانو ته  غنمو کرلو، اوبو لګولو، سرې استعمال، هرزه وښو کنټرول، ناروغیو مخنیوی، حاصل ټولولواو نورو اړونده بېلابېلو برخو کې روزنې هم ورکول کېږي.

در ننگرهار برای صدها دهقان تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع می‌شود
۲۲ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، یک مؤسسه خیریه بشری برای ۳۰۰ دهقان در ولسوالی‌های اچین، لعلپوره و مهمندره تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی توزیع می‌کند.
مولوی محمد ولی محسن، رییس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، گفت که این مؤسسه خیریه بشری برای هر دهقان به منظور کشت آینده، به اندازه یک جریب زمین ۲۵ کیلو تخم اصلاح‌شده گندم، ۲۵ کیلو کود تورا و ۵۰ کیلو کود یوریا توزیع می‌نماید.
وی افزود که هدف از توزیع این تخم‌های اصلاح‌شده، ترویج کشت قطاری، گسترش استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و تأمین امنیت غذایی می‌باشد.
انجینر هدایت‌الله ثنایی، مسؤول بخش زراعت این مؤسسه خیریه بشری، گفت که علاوه بر توزیع تخم و کود، به دهقانان آموزش‌هایی در بخش‌های مختلف چون کشت گندم، آبیاری، استفاده از کود، کنترل علف‌های هرزه، جلوگیری از امراض، جمع‌آوری حاصلات و سایر موارد مرتبط ارائه می‌شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت