ننګرهار وادي کرنیز شرکت ۵۰ کارکوونکو ته لس ټنه غنم ووېشل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۶:۱
ننګرهار وادي کرنیز شرکت ۵۰ کارکوونکو ته لس ټنه غنم ووېشل

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت لخوا «۵۰» تنو کارکوونکو ته، چې په څلورم فارم کې یې د ۹۰ ورځو لپاره بېلابېل کرنیز فعالیتونه ترسره کړي وو، لس ټنه غنم ووېشل شول. دغه کارکوونکو د ورځې یو من غنمو په بدل کې په ګڼو ساحو کې د کرنیزو چارو د پرمختګ لپاره کار کړی.
د یادو غنمو وېش د شرکت د حقوقي چارو سلاکار قاري شبیر احمد عثماني په مشرۍ د یو ګډ پلاوي په شتون کې ترسره شو.
د حقوقي چارو سلاکار وایي: «د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د خپلو کارکوونکو لپاره هره میاشت د غنمو وېش پرته له ځنډه ترسره کوي، او څو ورځې وړاندې یې په دویم فارم کې هم ورته پروسه عملي کړې وه.»
دا پروسه د دې لپاره پیل شوې چې هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي او د ننګرهار کانال شرکت لپاره لا زیات کارکوونکي جذب کړي. تر اوسه یاد شرکت په زرګونو هېوادوالو ته د کار فرصتونه برابر کړي، او دا هڅې د هېواد په کچه د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا په موخه روانې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت