ننګرهار وادي کرنیز شرکت رییس د هلال ګروپ له استازي سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۱:۴۶
ننګرهار وادي کرنیز شرکت رییس د هلال ګروپ له استازي سره وکتل

۹ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت رییس سید محمد نعیم «محمدي» خپل په دفتر کې د هلال ګروپ د استازي ډاکټر عبدالغفار لودین سره وکتل، د دوي ستونزې يې واورېدې او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
په ختیځ کې د هلال ګروپ د سیمه‌ییز دفتر مسوول ډاکټر عبدالغفار لودین په دې کتنه کې ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت رییس ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل: هلال ګروپ په ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې د سبزیجاتو د هایبریډ تخمونو د تولید پروسه تازه پیل کړې ده او همدارنګه یې د غنمو اصلاح شوي تخم د بیلابیلو ډولونو تولید او د اړوني نباتاتو د تخمونو د تولید په اړه معلومات ورکړل.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت رییس سید محمد نعیم «محمدي» وویل: د سبزيجاتو اصلاح شوي تخم کرلو پروژه په ننګرهارکانال کې تازه پيل شوې ده او هيله يې وښوده چې دا پروژه به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۵۵
Background image

کرنې وزارت کې د ۱۴۰۴ مالي کال د بودجې د لګښت د ارزونې غونډه ترسره شوه

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ۱۴۰۴ مالي کال د بودجې د لګښت د ارزونې غونډه د  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني تر مشرۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس معرفي شو

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د رهبري د لارښوونې له مخې، مولوي شیراحمد  رفیع د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته د نوي رییس په توګه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۳۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د «امید بهار» شرکت له عملیاتي رییس سره وکتل

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور تر مشرۍ لاندې، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د. . .

بازگشت