ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې د زيتونو تولید زيات شوی 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۰
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې د زيتونو تولید زيات شوی 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خپلو څلورګونو فارمونو په شاوخوا ۱زر او ۸۰۰ هکتاره ځمکه کې د زيتونو بڼونه جوړ کړي دي.
د شرکت د معلوماتو له مخې، د زيتون د تېلو د روانې پروسې له پای ته رسېدو سره به شاوخوا ۱۳۰ زره لیتره سوچه، خالص او تازه تېل تولید شي، چې دا د تېرو کلونو په پرتله زیاتوالی ښيي. د شرکت مسوولین وايي، چې د زيتونو بڼونه د اقتصادي پیاوړتیا ترڅنګ د دې کرنیز شرکت د پرمختګ لپاره ځانګړی ارزښت لري.
د ننګرهار وادي کرنېز امارتي شرکت هیله لري، چې د باغونو پراخوالي او د نویو بڼونو جوړېدو له لارې نه یوازې د سیمې اوسېدونکو ته د کار فرصتونه زیات شي، بلکې د زيتون تېل، اچار او نور تولیدات به په پراخه کچه نورو هېوادونو ته هم صادر شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت