ننګرهار: د چرګانو روزنې سکتور د پیاوړتیا په موخه غونډه ترسره شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۱۶:۲۰
ننګرهار: د چرګانو روزنې سکتور د پیاوړتیا په موخه غونډه ترسره شوه


۲۳ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امریت د کرنې ادارې رییس مولوی عبدالستار محمد په مشری پدي ولایت کې د چرګانو روزنې ټولنې له مسؤلینو سره د چرګانو روزنې سکتور د پیاوړتیا په موخه غونډه ترسره کړه. 
 غونډه کې د ننګرهار د کرنې اداری رییس مولوی عبدالستار محمد او د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر محمد ضمیر بهسودي د چرګانو روزنې سکتور په اهمیت رڼا واچوله او زیاته يي کړه چې د دغه سکتور د پیاوړتیا په برخه کې باید ګوټلي ګامونه پورته شي او فارم لرونکو ته باید د ښه کیفیت لرونکې چرګوړي په واک کې ورکړل شي تر څو د فارم لرونکو اقتصاد پیاوړي شي.
همدا راز د چرګانو روزنې د ټولنې مسؤلینو ته لازمي سپارښتنې او یادونه وشوه چې حیوانې درمل پلورنکې باید د کار جواز ولري، مسلکې پرسونل ولري، او د ښه کیفیت درمل هېواد ته وارد کړي او د بې کیفیته درملو د واردولو څخه ډډه وکړي.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه چې د ښه کیفیت لرونکې یو ورځنیي چرګوړي باید هېواد ته وارد او فارم لرونکو ته په واک کې ورکړل شي.
وروسته د چرګانو روزنې د ټولنې مسؤلینو خپلې غوښتنې او ستونزې د ننګرهار د کرنې ادارې رییس سره شریکې کړي او زیاته يي کړه چې هغه موسسات چې د چرګانو روزنې برخه کې فارم لرونکو ته روزنه ورکوي باید د ټولنې مسؤلین په جریان کې واچول شي تر څو حقیقي فارم لرونکې ورته وروپيژندل شي، او هم يي د غوښينو چرګانو د نرخو د کنترول په پار د ولایت په کچه د یوې کمېټې جوړولو غوښتنه وکړه چې په ترکیب کې باید د ولایت مقام او ښاروالۍ، کرنې، او چاپیریال ساتنې ریاستونو استازي شتون ولري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

بازگشت