ننګرهار: د هزارناوو کانال رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۱۴:۱۶
ننګرهار: د هزارناوو کانال رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱۱ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې (UNDP) په مالی او د اسلامیک ریلیف مؤسسې په تخنیکې همکارۍ  د ننګرهار د کرنې ریاست اړوند د مهمدرې ولسوالۍ د کرنې چارواکو سره په همغږۍ د هزار ناوو کانال رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
ددې کانال د رغونې ټولیز لګښت ۴.۳ میلیونه افغانۍ ده، چې رغنیزې چارې یې د درېوو مشاتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د چارواکو په خبره د یاد کانال ترڅنګ ۲۴۰ متره استنادي دېوال او ۱۰ پلچکونه هم په اساسي ډول رغول شوي دي، دغه راز ۲۱۰۰ متره کانال پاک کاري شوي، چې د یادې پروژې په لړ کې ۵۹۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
ددې کانال په رغولو سره ۲۵۰۰ جریبه کرنیزو ځمکو ته د اوبوخور زمینه برابره شوې او ترڅنګ یې د اوبو د ضایعاتو مخه هم نویل شوي دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت