ننګرهار: د غنې خېلو د لوښي ډاکو کلی کاریز او کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۱۵:۳۴
ننګرهار: د غنې خېلو د لوښي ډاکو کلی کاریز او کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۱ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رایاست، د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې (UNDP) په مالي او د اسلامیک ریلیف مؤسسې په تخنیکي همکارۍ  د ننګرهار دکرنې ریاست اړوند د غني خېلو ولسوالی د کرنې چارواکو سره په همغږۍ د لوښۍ ډاکو کلي د کاریز بیا رغونې چارې بشپړي او د یادی  ولسوالس مسؤلینو او  قومي مشرانو لخوا د پټي په پري کولو سره ګټي اخستنې ته وسپارل شو.
ددې پروژې په ترڅ کې دغه راز ۸۰۰ متره کانال پاک کاري شوي، درې پلچکونه او ۱۲۵۰ متره په اوږدوالی حفاظتي دېوال هم رغول شوي دی.
ددې پروژې ټولیز لګښت ۵.۵ میلیونه افغانۍ ده، چې رغنیزې چارې یې د درېوو میاشتو په ترڅ کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د یاې پروژې د کار په ترڅ کې ۴۷۷۹ کسانو ته دکار زمینه هم برابره شوې وه او ترڅنګ یې ددې کاریز او کانال په رغولو سره دوه زره کرنیزه ځمکه خړوبېږي.
ددې پروژې موخه د اوبو مدیریت او د ضایعاتو د مخنیوي ترڅنګ د بزګرانو کروندو ته د اوبو زمینه برابرول او خلکو ته کارموندنه ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت