ننګرهار  کې ضبط شوو لرګیو څخه، د اوبولګولو او طبيعي سرچینو د مرستیال لیدنه  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۴:۲
ننګرهار  کې ضبط شوو لرګیو څخه، د اوبولګولو او طبيعي سرچینو د مرستیال لیدنه  

۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
مولوي باز محمد فيضان، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبيعي سرچینو مرستیال، ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امارتي ځواکونو له‌خوا ضبط شوو لرګيو څخه ليدنه وکړه.  
دا ليدنه د دې لپاره ترسره شوه چې د اسلامي امارت د فرمان د تطبيق له بهير څخه، چې د ځنګلي لرګيو راټولولو او ضبط او د قاچاق د مخنيوي په اړه دی، څارنه وکړي. د اوبو لګولو او طبيعي سرچینو مرستیال په دې ليدنه کې د ملي سرمايې په توګه د ځنګلونو د ساتنې پر اهمیت ټينګار وکړ او د دې برنامې د تطبيق په برخه کې یې د سيمه‌ييزو ځواکونو هڅې وستايلې.  
ضبط شوي لرګي د اسلامي امارت د هغو جدي اقداماتو يوه برخه ده، چې د طبيعي سرچینو د ساتنې او په هېواد کې د ځنګلونو له منځه تلو د مخنيوي لپاره ترسره کېږي.

بازدید معین آبیاری و منابع طبیعی از چوب‌های ضبط‌شده در ننگرهار
۱۱ قوس ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر خود به ولایت ننگرهار از چوب‌های ضبط‌شده توسط نیروهای امارتی بازدید کرد.
این بازدید با هدف نظارت بر روند اجرای فرمان امارت اسلامی در خصوص جمع‌آوری و ضبط چوب‌های جنگلی و جلوگیری از قاچاق آن صورت گرفت. معین آبیاری و منابع طبیعی در این بازدید بر اهمیت حفاظت از جنگلات به‌عنوان سرمایه ملی تأکید کرد و از تلاش‌های نیروهای محلی برای اجرای این برنامه قدردانی نمود.
چوب‌های ضبط‌شده بخشی از اقدامات جدی امارت اسلامی در راستای حفاظت از منابع طبیعی و جلوگیری از تخریب جنگلات در کشور است.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت