میدان وردگو کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ(LSD) پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۰:۳۲
میدان وردگو کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ(LSD) پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

١١ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
١١ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې (FAO) په همکارۍ دیاد ولایت په کچه د څارویو د پوستکي ناروغۍ(Lumpy Skin Disease) پر وړاندې د واکسینو  کمپاين پیل کړی دی.
ددې کمپاين په ترڅ کې ٩٠٠٠٠ ډوزه واکسین پرڅارویو پلي کېږي.
د پوستکي ناروغۍ یا لمپي اسکین یو وایروسي ناروغي ده، چې غواوې، مېښې او یوشمېر اوښان  پرې اخته کېږي، چې د میاشو چیچلو له لارې لېږدي، او انسانانو ته نه لېږي. دا ناروغي له ۲۰۲۱ ام کال وروسته په هېواد کې شیوع شوی او یوشمېر څاروي یې له منځه وړي دي
د لامپي اسکین ناروغۍ واکسین د غواوو د معافیت سیسټم پیاوړي کوي.
باید وویل شي، چې د دې ناروغۍ پروړادې د ټول هېواد په کچه د واکسینو کمپاين پیل شوی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

بازگشت