میدان وردګو کې پر لسګونو مالدارانو نغدې پیسې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۸ - ۱۲:۳۲
میدان وردګو کې پر لسګونو مالدارانو نغدې پیسې ووېشل شوې

۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق په مالي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د چک او جغتو ولسوالیو پر ۲۰۰ مالدارو کورنیو د دوی د مالدارۍ د ودې او پراختیا په موخه نغدې پیسې وېشلي دي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې هرې کورنۍ ته دوه زره افغانۍ د دوی د څارویو د خوندیتوب په موخه ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارنو ملاتړ او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور خوندیتوب او پراختیاته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت