میدان وردګو کې لسګونو مستحقو بزګرانو ته د سبو تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۱۹
میدان وردګو کې لسګونو مستحقو بزګرانو ته د سبو تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز توکي ووېشل شول

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او ددې ولایت په نرخ ولسوالی کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغان سوله جوړونکې بشري  مؤسسې په ملاتړ، لسګونو مستحقو بزګرانو ته دسبو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او یو شمېر کرنیز وسایل ووېشل شول.
د یاد پروګرام په لړ کې لومړی مستحقو بزګرانو ته د سبو د کرکېلې او کورنیو باغچو د جوړولو په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو. په دې روزنه کې ګډونوالو ته د کورنیو باغچو د ارزښت او ګټو، د مناسبو نباتاتو د ټاکنې، دسبو د غذایي ارزښت، د ځمکې د چمتو کولو، د تخم د کرلو لارې چارې او اندازې، د اوبو لګولو مناسبو لارو، د خاورې د مدیریت، د سرو د سم استعمال، د هرزه ګیاوو د کنټرول، د ملچ کارونې، د سبزیجاتو د عامو ناروغیو د مخنیوي او د حاصلاتو د راټولولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
له روزنې وروسته هر مستحق بزګر ته ۲۵ کیلوګرامه توره سره، ۲۵ کیلوګرامه سپینه سره، ۱۰ کیلوګرامه د پیازو اصلاح شوی تخم، یو دانه پلال‌کش، یو دانه بېل او یو دانه کتمن ووېشل شول، ترڅو وکولای شي د سبزیجاتو تولید زیات او د خپلو کورنیو د خوړو او عایداتو په ښه والي کې ترې ګټه واخلي.
ګډونوالو د افغان سوله جوړونکې بشري (APBHO) مؤسسې او د کرنې ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو څخه د دغو مرستو او روزنیزو خدمتونو له امله مننه وکړه او دا یې د خپلو کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې وزارت او همکارې مؤسسې په هېواد کې د کورنیو باغچو د پراختیا، د خوړو د خوندیتوب د ښه والي او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره بېلابېل پروګرامونه پلي کوي، چې له لارې یې زرګونه بزګران له اصلاح شویو تخمونو، کرنیزو توکو او مسلکي روزنو څخه برخمن شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه. . .

بازگشت