میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۹:۲۸
میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

د میدان وردګو په ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د تخنیکي پلاوی په دې ولایت کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام ددې کمېټې یوشمېر غړو نرخ ولسوالی کې د سپینو دښتو د ارزونې او هراړخيزو څېړنو په موخه یاد ولسوالی ته سفر وکړ.
د کدستر مدير دواجان« مجاهد» دبانک زمين مدير فضل احمد  يادې ولسوالي ته د سفر په ترڅ کې لومړى ق دچغرى سیمې چې مخکى کدسترى نقشه ورباندى تطبيق  شوې وه  777  جريب امارتي قطعه ده او غصب شوې وه د دوی کارونه ودرول شول،  متصرفينو ته هدايت وشوچې خپلي دوسيي په قانوني توګه په تخنيکي پلاي کې تعقيب کړي.
 همدارنګه دنرخ ولسوالى دده مسلم کلي دښته هم  برسي شوه چى په ځينو سیمو کې نوى تصرفات روان وه، چې ټول تصرفات ودرول شول او متصرفینو ته استعلامونه ورکړل شول.
په همدې حال کې یاد پلاوي د نرخ ولسوالی ولسوال سره هم ناسته وشوه او د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په موخه هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت